پاکستان ۲۰ مئی ۲۰۲۶

د پاکستان او چین دوستي د همالیه نه لوړه او له سمندر نه ژوره ده: محمود خان اڅکزی

اسلام آباد، کوټه (نوی ژوند کوټه) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د ملي اسمبلۍ د اپوزیشن مشر محمود خان اڅکزي په ملي اسمبلۍ کې وویل چې د حکومت او اپوزیشن ترمنځ جدي اختلافات موجود دي، خو د چیني وفد د هرکلي لپاره دا اختلافات په موقت ډول وځنډول شول.هغه وویل چې د پاکستان او چین ترمنځ دوستي ډېره ژوره ده او خلک یې وایي چې دا دوستي “له همالیه نه لوړه او له سمندر نه ژوره” ده. هغه زیاته کړه چې چین د سیمې او نړۍ په سیاست کې مهم مثبت رول لري او پاکستان یې ستاینه کوي.اڅکزي وویل چې اپوزیشن د عمران خان د حقونو، د جیلونو د بندیانو او د بشري حقونو لپاره خپل احتجاج جاري ساتي، او تر هغه چې انصاف نه وي ورکړل شوی، دوی به خپل دریځ پرېنږدي.