چمن (نوی ژوند کوټه) د پشتونخوا ملي عوامي ګوند د ضلع چمن د کمیټې له خوا د عید په درېیمه ورځ د محمود خان اڅکزي د جلسې لپاره تیاریانې وروستي پړاو ته رسېدلې دي.په غونډه کې د سیکیورټۍ، ټرافیک پلان، پارکینګ، سټېج، پنډال، وال چاکنګ او نورو انتظاماتو لپاره بېلابېلې کمیټې جوړې شوې دي. د غونډې ګډونوالو وویل چې دا دورې د سیمې لپاره ډېر مهم دي او د خلکو لپاره به لوی پیغام ولري.دوی له خلکو غوښتنه وکړه چې په لوی شمېر کې په جلسې کې ګډون وکړي او خپل ملاتړ څرګند کړي.
