کوټه کوټه (نوی ژوند کوټه) د راپورونو له مخې د تفتان نه کوټه او د هېواد دننه تلونکي تر دوو درجن زیات ټرکونه او ټرالرونه د کردگاپ په سیمه کې د وسله والو کسانو له لوري درول شوي او له سړک څخه شاوخوا لس کیلومتره لرې نامعلوم ځای ته وړل شوي دي، ځینې ډرایورانو ته د بېرته ستنېدو اجازه ورکړل شوې خو د نورو په اړه ویل کېږي چې موټرې یې د نامعلومو ځایونو لور ته انتقال شوي، د ټرالر ډرایور استاد ثناالله د پېښې تصدیق کړی او ویلي یې دي چې د څو ټرالرونو چلوونکو ته د تګ اجازه ورکړل شوې خو زیات شمېر ټرکونه لا هم د وسله والو په ولکه کې دي، بل لور ته راپورونه وایي چې د کردگاپ په سیمه کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ ډزې هم روانې دي چې له امله یې په کردگاپ او پېنجپای سیمو کې سخت ویره خپره شوې او خلک په خپلو کورونو کې بند پاتې دي، د قومي شاهراه ترافیک هم سخت اغېزمن شوی او د موټرو اوږدې قطارې جوړې شوې دي، چارواکو تر اوسه رسمي بشپړ معلومات نه دي ورکړي خو امنیتي سرچینې وایي چې سیمه څارل کېږي او د وضعیت د کنټرول لپاره هڅې روانې دي.
