واشنګټن کوټه (نوی ژوند کوټه) د راپورونو له مخې د امریکا سنا د ایران پر ضد د بندیزونو او پوځي محاصرې ختمولو او له سیمې څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په حق کې قرارداد منظور کړی چې ۵۰ رایې یې په ملاتړ او ۴۷ په مخالفت کې وې، دا پرېکړه د ټرمپ ادارې لپاره لوی سیاسي تاوان بلل کېږي او ویل کېږي چې دا به د نړیوال سیاست او اقتصاد پر وضعیت ژور اغېز ولري، د راپورونو له مخې اوس به دا قرارداد د استازو جرګې ته وړاندې کېږي او هلته د تایید امکان هم شته.
