بولان کوټه (نوی ژوند کوټه) د کچهي حاجي ښار بالاناړي سیمه کې پولیسو د لویې لارې د لوټمار هڅه ناکامه کړې او د ډزو په تبادله کې یو مطلوب غل وژل شوی او بل سخت ټپي تښتېدلی دی، پولیس وایي چې وسله والو د مسافرو د لوټ لپاره ناکه لګولې وه او د خبر له رسېدو سره سم پولیس او سی آی اې ځواکونه سیمې ته ورسېدل او عملیات یې ترسره کړل.
