پاکستان ۲۰ مئی ۲۰۲۶

د بلوچستان نه تر اندرونِ ملک د ټرین سروس بحال، جعفر ایکسپریس کوټه نه پېښور ته روانه شوه

کوټه (نوی ژوند کوټه) د بلوچستان نه تر اندرونِ ملک د ټرین سروس د دوو ورځو ځنډ وروسته بیا بحال شوې ده چې له امله یې مسافرو ساه اخیستې ده، د رېلوې چارواکو په وینا د ملک بېلابېلو ښارونو ته د ټرېنونو تګ راتګ بیا د معمول مطابق شروع شوی او د همدې لړۍ لاندې جعفر ایکسپریس د سهار 9 بجې له کوئټې نه پېښور ته روانه شوې ده، همدارنګه له پېښور نه کوئټې ته راتلونکې جعفر ایکسپریس به هم نن مازیګر کوئټې ته ورسېږي، د سروس بحالۍ وروسته په رېلوې سټېشنونو کې د مسافرو لوی شمېر لیدل شوی چې خلک خپلو منزلونو ته د تګ لپاره راغلي وو، یادونه شوې چې دا ټرین سروس د امنیتي وجوهاتو له امله د دوو ورځو لپاره بند شوی و چې له امله یې مسافرو ته سخت مشکلات پېښ شوي وو، ځینې مسافرو سفرونه لغوه کړي وو او ځینو ته بیا ګران متبادل سفرونه کول اړ شوي وو، چارواکو ویلي چې د امنیتي وضعیت د جاج اخیستلو او ضروري انتظاماتو وروسته سروس بیا بحال شوی او د مسافرو د خوندیتوب لپاره امنیت نور هم سخت کړل شوی دی او په حساسو ځایونو کې اضافي پولیس هم ځای پر ځای شوي دي، مسافرو د سروس بحالۍ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې رېل د سفر یو ارزانه او اسانه وسیله ده او هیله یې ښودلې چې دا سروس به بیا نه بندیږي۔