کوټه (نوی ژوند کوټه) د بلوچستان په ټولو پوهنتونونو کې د ګوادر پوهنتون د وائس چانسلر پروفیسور ډاکټر عبدالرزاق صابر، پرو وائس چانسلر ډاکټر منظور شاه او نورو استادانو د تښتونې پر ضد احتجاجي مظاهرې او جلسې ترسره شوې دي، په کوټه کې د بلوچستان پوهنتون اساتذو د آرټس بلاک نه تر وائس چانسلر سیکرټریټ پورې لاریون وکړ او احتجاجي غونډه یې وکړه، د اکیډمک سټاف ایسوسی ایشن مشرانو وویل چې دا پېښه ډېره دردونکې ده ځکه چې څو ورځې تېرې شوې خو لا تر اوسه تښتول شوي استادان نه دي خوشې شوي او حکومت دې ته جدي توجه نه ده ورکړې، دوی وویل چې د صوبې لوړ چارواکي باید د اغوا شویو استادانو له کورنیو سره یو ځای کېدو او د هغوی د ژر خوشې کېدو لپاره عملي ګامونه واخلي، احتجاج کوونکو خبرداری ورکړ چې که استادان ژر خوشې نه شول نو د احتجاج ساحه به نوره هم پراخه کړي او حتی د صوبایي اسمبلۍ مخې ته به لوی احتجاج وکړي، او د دې ټولو مسؤلیت به پر حکومتي ادارو وي۔
