اسلام اباد (نوی ژوند)د وزیراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سینیټ په غونډه کې ویلي چې د سی پیک فیز ۲ رسمي پیل شوی دی، دا د بیلټ اینډ روډ انیشیټیف مهم پروژه ده، پاکستان د ون چاینا پالیسۍ بشپړ ملاتړ کوي او چین د پاکستان د خپلواکۍ ملاتړ ته دوام ورکوي. هغه وویل چې د مې له ۲۳ څخه تر ۲۶ پورې به وزیراعظم شهباز شریف چین ته سفر وکړي، چې پکې به د دواړو هېوادونو د سفارتي اړیکو ۷۵مه کلیزه ولمانځل شي او وزیراعظم به د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره لیدنه وکړي.
