کوټه(وېب نیوز)د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر او د خیبر پښتونخوا پخواني اعلی وزیر امیر حیدر خان هوتي ویلي چې د ګورنر راج له پلي کېدو سره سره په صوبه کې سیاسي ثبات نه دی راغلی او د سیاسي کړکېچ پای یوازې د خبرو اترو له لارې ممکن دی. نوموړي په پېښور کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل چې د اکتوبر له ۱۱مې نېټې مخکې او وروسته د صوبې په وضعیت کې د پام وړ بدلون راغلی دی. هغه پوښتنه وکړه چې وزیراعظم شهباز شریف ولې تر دې مخکې پېښور ته سفر ونه کړ؛ ایا بلنه نه وه ورکړل شوې او که وزیراعظم خپله مناسب ونه ګڼله؟ هوتي وویل چې د تحریک انصاف حکومت له وزیراعظم سره د ترهګرۍ او نورو ستونزو په اړه خبرې کول مناسب ونه ګڼل، حال دا چې د یوه منتخب حکومت په موجودیت کې پېښور ته د وزیراعظم سفر ډېر مناسب و. نوموړي زیاته کړه چې که د هغه د پنځه کلنې واکمنۍ بیا حساب وشي، هېڅ اعتراض نه لري، خو د تېرو ۱۳ کلونو د چارو بېطرفه پلټنه باید وشي. هغه ټینګار وکړ چې اوس د ګورنر راج له پلي کېدو وروسته باید د خیبر پښتونخوا اساسي ستونزې حل شي، ځکه ترهګري د صوبې تر ټولو لویه ستونزه ده؛ که وفاقي او صوبايي حکومتونه پر یوه دریځ راټول شوي وي، نو باید له دې همغږۍ څخه د خلکو د ستونزو د حل لپاره ګټه واخیستل شي.
