تازه خبرونه ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶

په پښین کې د ۱۴۴ مادې د پلي کېدو پرېکړه؛ د مجرمینو پر ضد د اقداماتو د سختولو لارښوونه

کوټه(ویب نیوز)د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو په مشرۍ په پښین کې د امنيت او نظم په اړه غونډه وشوه، چې پکې په ټوله ولسوالۍ کې د ۱۴۴ مادې د سمدستي پلي کېدو پرېکړه وشوه. په غونډه کې د عامه حسابونو کمېټې مشر اصغر ترین، د صوبايي اسمبلۍ غړو سید ظفر اغا او اسفندیار کاکړ، د کورنیو چارو اضافي چیف سېکرټري حمزه شفقات، اړوندو چارواکو، قومي مشرانو او علماوو ګډون کړی و. لانګو وویل، د خلکو د سر او مال ساتنه د حکومت لومړیتوب دی او د مجرمینو پر ضد دې اغېزمن اقدامات نور هم چټک شي.