کوټه(ویب نیوز)د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې د سرداري نظام د ختمولو په اړه د مولانا هدایت الرحمن بلوچ قرارداد د سپیکر د پرېکړې له مخې پای ته رسول شوی دی. سپیکر کپتان (ر) عبدالخالق اچکزي ویلي، چې په ۱۹۷۶ کال کې په دې اړه قانون او قرارداد لا مخکې منظور شوي وو. د دې موضوع پر سر د مولانا هدایت الرحمن بلوچ او د اپوزېسیون مشر میر یونس عزیز زهري ترمنځ توندې خبرې هم وشوې. اسمبلۍ په پښین کې د بلوچستان پوهنتون فرعي څانګې ته د بشپړ پوهنتون حیثیت ورکولو او په ماشکېل کې د سړکونو جوړولو قراردادونه منظور کړل. د ډېره بګټي د ښوونځي آف ایکسېلېنس اړوند قانوني مسوده هم منظوره شوه. غونډه د نومبر تر ۱۰مې نېټې وځنډول شوه.
