ریاض(وېب نیوز)د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اکتوبر له اتمې تر ۲۵مې نېټې پورې د ریاض د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر له ۴۷۳۶ ټاکل شویو الوتنو څخه ۴۰۷۱ لغوه شوې دي، چې شاوخوا ۸۶ سلنه جوړوي. راپور وايي، د سعودي عربستان نور هوايي ډګرونه هم اغېزمن شوي او په ټول هېواد کې تر ۷۸۰۰ ډېرې الوتنې لغوه شوې دي. یو شمېر نړیوالو هوايي شرکتونو ریاض ته خپلې الوتنې ځنډولې او ځینې غونډې او پروګرامونه هم لغوه یا وځنډول شول.
