تازه خبرونه ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶

د منځني ختیځ کړکېچ؛ په پاکستان کې د سود کچه ۱۲ سلنې ته لوړه شوه

اسلام‌آباد(وېب نیوز)د پاکستان دولتي بانک د سود په کچه کې د نیم سلنې د زیاتوالي اعلان کړی، چې ورسره دا کچه ۱۲ سلنې ته رسېدلې ده. د مرکزي بانک په وینا، په منځني ختیځ کې روان کړکېچ او د راتلونکې په اړه ناڅرګندتیا د انرژۍ بیې لوړې ساتلې او په پاکستان کې یې د انفلاسیون خطرونه زیات کړي دي. بانک ویلي، د انفلاسیون د کچې د پنځو څخه تر اوو سلنو پورې ساتلو لپاره یې د سود د زیاتولو پرېکړه کړې ده.