اسلامآباد(وېب نیوز)د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان طالبانو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د پاکستان په عملیاتو کې افغان ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي. وزارت دغه ادعاوې بېبنسټه بللې او ویلي یې دي چې پاکستان د ترهګریزو بریدونو په ځواب کې د خپل دفاع حق لري. د افغان طالبانو ویاند عبدالقاهر بلخي ادعا کړې وه چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د پاکستان په بریدونو کې ۱۱۱۹ افغان وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي. پاکستان تور لګوي چې د افغانستان له خاورې پرې ترهګریز بریدونه کېږي، خو افغان طالبان دا تورونه ردوي.
