اسلامآباد(وېب نیوز)پاکستان د مکې او مدینې ته نږدې د حوثیانو د بالستیک توغندیو بریدونه غندلي او د سعودي عربستان د امنیت او دفاع لپاره یې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د اکتوبر په ۲۴مه په شویو بریدونو کې د سپېڅلو ځایونو شاوخوا سیمې هم په نښه شوې وې. پاکستان له سعودي عربستان سره د بشپړې همغږۍ څرګندونه کړې او د حرمینو شریفینو د ساتنې لپاره یې د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.
