تلابیب(وېب نیوز)د اسراییل دفاع وزیر اسرائیل کاتز د ایران پر ضد د نوي پوځي اقدام په اړه د سیاسي او پوځي مشرانو ترمنځ د اختلافاتو راپورونه بېبنسټه بللي دي. نوموړي ویلي، اسراییل له ټاکنو مخکې پر ایران د برید اراده نه لرله. د اسراییلي رسنیو په راپورونو کې د پوځي مشرتابه د اندېښنو یادونه شوې وه، خو د دفاع وزیر دغه راپورونه د ټاکنو له مخه د حکومت پر پرېکړو د شکونو خپرولو هڅه بللې ده.
