تازه خبرونه ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶

د پټرولو او ډیزلو بیې لوړې شوې، نوی اعلامیه خپره شوه

کوټه(وېب نیوز)حکومت د اکتوبر د ۲۷مې نېټې لپاره د پټرولو او ډیزلو بیې لوړې کړې او په دې اړه یې اعلامیه خپره کړې ده. د اعلامیې له مخې، د پټرولو په یو لیټر کې یو روپۍ او ۵۴ پېسې زیاتوالی راغلی او نوې بیه یې ۳۷۹ روپۍ او ۲۵ پېسې ټاکل شوې ده. همداراز، د ډیزلو په یو لیټر کې دوه روپۍ او ۱۶ پېسې زیاتوالی شوی او نوې بیه یې ۳۹۵ روپۍ او ۸۲ پېسې ټاکل شوې ده. د نویو بیو پلي کېدل به د شپې له ۱۲ بجو پیل شي او دا زیاتوالی یوازې د یوې ورځې لپاره دی.