تازه خبرونه ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶

د نیتن یاهو د ملاتړ لپاره لابینګ د ناهیلۍ نښه ده، سپینه ماڼۍ

کوټه(وېب نیوز)سپینې ماڼۍ د اسرائیل د وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو د انتخاباتي ملاتړ لپاره د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه د لابینګ هڅې د ناهیلۍ نښه بللې دي. د امریکايي وېبپاڼې «اکسیوس» د راپور له مخې، یوې امریکايي سرچینې چې له موضوع څخه خبره ده، ویلي چې نیتن یاهو په دریو ورځو کې دوه ځله له ولسمشر ټرمپ سره خبرې کړې او غوښتنه یې ترې کړې چې تېره اوونۍ د هغه په ملاتړ شوې څرګندونې لا پیاوړې کړي. په راپور کې ادعا شوې چې نیتن یاهو د ملاتړ لپاره د ځانګړو الفاظو د کارولو وړاندیز هم کړی او د اسرائیلي خبریالانو سره یې د ټیلیفوني مرکو د تنظیمولو خبره کړې ده. د راپور له مخې، د اسرائیل وزیراعظم د اپوزېسیون د مشر ګادي آیزنکوټ پر وړاندې له سخت انتخاباتي سیالۍ سره مخ دی، او د جمعې په ورځ خپرو شویو وروستیو انتخاباتي ارزونو ښودلې چې د هغه ائتلاف ښايي په پارلمان کې د اکثریت لپاره له اړینو څوکیو څخه کمې څوکۍ ترلاسه کړي.