تازه خبرونه ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶

د کمزورې لوبې له امله صائم ایوب له ملي یو ورځني سکواډ څخه بهر شو

کوټه (وېب نیوز) د پاکستان کرکټ بورډ د درې اړخیزې یو ورځنۍ سیالۍ د پاتې لوبو لپاره اوپنر توپوهونکی صائم ایوب له ملي لوبډلې څخه خوشې کړی او پر ځای یې د شل اوریزو لوبو کپتان صاحبزاده فرحان په سکواډ کې شامل کړی دی. د آج نیوز د راپور له مخې، صائم ایوب د سیالیو په لومړیو دریو لوبو کې یوازې ۲۱ منډې جوړې کړې وې. نوموړي د خپلې توپوهنې د فارم د ښه کولو او پر ځان د باور بېرته ترلاسه کولو لپاره په کورنیو سیالیو کې د لوبېدو غوښتنه کړې وه، چې د کرکټ بورډ له خوا ومنل شوه. بل لور ته، پاکستان او سریلانکا به د سیالیو په پنځمه لوبه کې د لاهور په قذافي لوبغالي کې مخامخ شي. پاکستان په تېره لوبه کې د شاداب خان د سلیزې په مرسته انګلستان ته په یوه وېکټ ماتې ورکړې او پایلوبې ته یې لاره موندلې ده.