اسلاماباد(وېب نیوز)د پاکستان تحریک انصاف د پارلماني ګوند په غونډه کې د غړو ترمنځ توندې خبرې وشوې، چې له امله یې درې مشران له غونډې خوابدي ووتل. د سرچینو په وینا، خواجه شیراز، علي محمد خان او فیصل امین ګنډاپور له غونډې څخه په ناخوښۍ ووتل. په غونډه کې ځینو غړو هغوی ته د پاتې کېدو غږونه کول، خو فیصل امین ګنډاپور څرګنده کړه چې دی نه غواړي په غونډه کې کښېني. غونډه د اسلاماباد په پارلمان هاوس کې شوې وه.
