ګوادر(وېب نیوز)د ګوادر په ساحلي اوبو کې د ۵۰۰ څخه د زیاتو دولفینونو یوه لویه ډله لیدل شوې، چې د سمندري ژوند او ساحلي چاپېریال لپاره مثبته نښه بلل کېږي. د کارپوهانو په وینا، دا دولفینونه د بلوچستان په ساحلي سیمو او د عرب سمندر په اوبو کې هم موندل کېږي. د ډبلیو ډبلیو اېف پاکستان د معلوماتو له مخې، د پاکستان په ساحلي اوبو کې د دولفینونو، نهنګونو او نورو سمندري ژوو ۲۶ ډولونه شته، چې ساتنه یې د طبیعي چاپېریال د توازن لپاره اړینه ده.
