کوټه(وېب نیوز)د آل بلوچستان ټرانسپورټرز ایکشن کمېټۍ مرکزي ویاند د لکپاس پر ګمرکي پوسته د نوي ګومارل شوي کارکوونکو د نامناسب چلند او د مسافرو بسونو د ساعتونو ساعتونو درولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د نوموړي په وینا، غیرضروري ځنډ ښځو، ماشومانو او سپینږیرو ته ستونزې جوړوي او د ټرانسپورټ مهالوېش هم ګډوډوي. هغه له اړوندو چارواکو وغوښتل چې د تلاشي بهیر چټک، روڼ او د قانون مطابق کړي او له مسافرو او ټرانسپورټرانو سره مناسب چلند یقیني کړي.
