کوټه(وېب نیوز)د کوټې څخه کراچۍ ته روان دوه نور مسافروړونکي بسونه د وسلهوالو کسانو له خوا له چلوونکو سره یوځای د یرغمل کېدو او د مسافرو په یوه پرانیستي میدان کې د پرېښودو د راپورونو له امله ټرانسپورټران اندېښمن شوي دي. حبیب الله بادیزي، میر اکبر لهړي او حاجي نصرالله دهوار په ګډون ټرانسپورټرانو وویل، پر بېلابېلو پوستو د اوږدې تلاشي له امله بسونه له کاروانه پاتې کېږي او د مسافرو امنیت له خطر سره مخ کېږي. هغوی د چلوونکو د خوندي بېرته راخوشې کولو، د پېښې د عاملینو پر ضد د اقدام او پر لویه لاره د اغېزمن امنیتي تدابیرو غوښتنه کړې ده.
