خضدار(وېب نیوز)د امنیتي سرچینو په وینا، د خضدار د کرخ په تحصیل کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د عملیاتو پر مهال د ډزو په تبادله کې پنځه مشکوک ترهګر وژل شوي دي. د ویاند په وینا، د عملیاتو موخه د ترهګرو له منځه وړل او د ملکي وګړو د امنیت ډاډمنول وو. سرچینو ویلي چې په سیمه کې د پلټنې او پاککارۍ عملیات هم روان دي.
