نوشکي(وېب نیوز)بلوچستان نېشنل ګوند د نوشکي په دولتي ډګري کالج کې د ډزو او ورانکارۍ پېښه غندلې او د تورنو کسانو د سمدستي نیولو او شفافو پلټنو غوښتنه یې کړې ده. د ګوند په بیان کې ویل شوي چې په تعلیمي ادارو کې وېره خپرول د منلو وړ نه دي او زدهکوونکې د خوندي چاپېریال حق لري. ګوند د ټپیانو د درملنې لګښت د حکومت له خوا د ورکولو، د مدیرې د دفتر د ترمیم او په کالج کې د نویو څارنیزو کمرو د لګولو غوښتنه هم کړې ده.
