تازه خبرونه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶

په کرخ کې د پولیسو پر کاروان برید، درې پولیس ټپیان

خضدار(وېب نیوز)د خضدار د کرخ په تحصیل کې د خضدار رېنج د ډي ای جي عمران قریشي او د اېس اېس پي خضدار پر امنیتي کاروان د نامعلومو وسله‌والو په ډزو کې درې پولیس ټپیان شوي، خو دواړه لوړپوړي افسران خوندي پاتې شوي دي. د پولیسو د سرچینو په وینا، افسران د کرخ پر تاڼه له چاودنې وروسته د سیمې د کتنې لپاره تللي وو او د بېرته راستنېدو پر مهال پرې برید وشو. د پولیسو له ځوابي ډزو وروسته بریدګر تښتېدلي دي. ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د بریدګرو د موندلو لپاره پلټنې پیل شوې دي.