پاکستان ۲۰ مئی ۲۰۲۶

د پاکستان او چین د اړیکو 75 کاله: قومي اسمبلۍ کې ګډه پرېکړه منظور شوه

کوټه (نوی ژوند کوټه) قومي اسمبلۍ د پاکستان او چین ترمنځ د دوستانه اړیکو د 75 کلونو په پوره کېدو یوه متفقه پرېکړه منظور کړه، او حکومت او اپوزیسیون دواړو چین د پاکستان تر ټولو نږدې دوست او باوري شریک وباله.په غونډه کې د پارلماني چارو وزیر طارق فضل چودري دغه قرارداد وړاندې کړ چې ایوان یې په اتفاق سره منظور کړ. د چین لوړپوړی پارلماني پلاوی چې اسمبلۍ ته ورسېد، د غړو له خوا یې تود هرکلی وشو.اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزی وویل چې چین د پاکستان ښه دوست دی او د خلکو له خوا به یې همکاري هېره نه شي. د اسمبلۍ نورو غړو هم د پاک چین اړیکې د سیمې لپاره مهمې وبللې.قرارداد له منظورۍ وروسته د تحریک انصاف غړي له ایوانه ووتل، خو د پیپلز ګوند آصفه بهټو د چینایي پلاوي سره ځانګړې لیدنه وکړه.