تازه خبرونه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶

په سمنګلي کې د کاسي قبایلو پر ۳۲۰۰ جریبه ځمکه د قبضې تور

کوټه(وېب نیوز)پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند په سمنګلي کې د کاسي ولس پر ۳۲۰۰ جریبه پلرنۍ ځمکه د احتمالي قبضې او د ملکیت د حقونو د لېږدولو د هڅو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د ګوند په بیان کې ادعا شوې چې د پاکستان هوايي ځواک د اډې له خوا د ځمکو د خپل نوم ته د اړولو هڅې کېږي، خو د اړوندو چارواکو دریځ نه دی وړاندې شوی. ګوند له وفاقي او صوبايي حکومتونو او اړوندو چارواکو غوښتي چې موضوع وڅېړي، د احتمالي جبري انتقال مخه ونیسي او د ملکیت قانوني حقونه خوندي کړي.