قلعه عبدالله (وېب نیوز) د قلعه عبدالله په لاجور سیمه کې ناپېژاندو وسله والو پر یوه موټر ډزې کړې او د راپورونو له مخې یې ۹۰ لکه روپۍ ترې لوټ کړې او له سیمې تښتېدلي دي. د سرچینو په وینا، له پېښې وروسته په سیمه کې اندېښنې خپرې شوې دي، خو د ډزو له امله د ځاني زیانونو، د پېښې د نورو جزییاتو او د شکمنو کسانو د نیول کېدو په اړه تر اوسه معلومات نه دي خپاره شوي.
