تلابیب (وېب نیوز) په اسرائیلو کې د پارلماني ټاکنو پر مهال د رایه ورکوونکو بېساری ګډون ثبت شوی دی. د مرکزي ټاکنیز کمېسیون په وینا، د رایې ورکولو په لومړیو اوو ساعتونو کې ۴۴.۹ سلنه وړ رایه ورکوونکو خپلې رایې کارولې دي. راپورونه ښيي چې د رایو عمومي ګډون د ۱۹۷۷ کال راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی. لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له ښي اړخو رایه ورکوونکو غوښتي چې په پراخه کچه د رایې ورکولو مرکزونو ته ولاړ شي. د لومړنیو ارزونو له مخې، د نتانیاهو او پخواني پوځي مشر ګادي آیزنکوټ ترمنځ سخته سیالي روانه ده او ښايي هېڅ یو سیاسي ائتلاف د حکومت جوړولو لپاره اړینې ۶۱ څوکۍ ترلاسه نه کړي.
