تلابیب (وېب نیوز) د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ګوند لیکود د خپلو پلویانو لپاره د رایې ورکولو مرکزونو ته د تګ د زیات وخت په موخه د رایې ورکولو د مهالوېش د غځولو غوښتنه کړې ده. د اسرائیلي رسنیو په وینا، ګوند په عرب مېشتو سیمو کې د رایه ورکوونکو د زیات ګډون په اړه اندېښنه ښودلې او پر ځینو مرکزونو یې د احتمالي بېنظمۍ تورونه هم لګولي دي. د یونایټډ عرب لېسټ مشر منصور عباس پر نتانیاهو تور لګولی چې کړکېچ زیاتوي او د عربو ګوندونو پر ضد پاروونکې څرګندونې کوي. خو مرکزي ټاکنیز کمېسیون ویلي چې د منظمې درغلۍ یا د ټاکنو په بهیر کې د منظمې لاسوهنې شواهد نه لري. د راپورونو له مخې، لیکود د ماتې په صورت کې د پایلو د ننګولو احتمال هم څېړي، خو دا ادعا لا ثابته شوې نه ده.
