تهران (وېب نیوز) د ایران د سترې ملي امنیت شورا منشي محسن رضایي ویلي چې د لوېدیځې اسیا هېوادونه باید د خپل امنیت لپاره پر امریکا تکیه ونه کړي. نوموړي پر ټولنیزو رسنیو په خپاره کړي بیان کې ویلي چې واشنګټن د سیمې هېوادونو ته د باور وړ امنیتي ضمانتونه نه دي ورکړي او د سیمې هېوادونه باید د خپل امنیت مسؤلیت پخپله واخلي. دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې په سیمه کې پر پوځي اډو او مهمو تاسیساتو د بریدونو راپورونه خپرېږي.
