تهران (وېب نیوز) د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف ویلي چې د ایران ستر مذهبي مشر مجتبی خامنهیي بشپړ روغ دی. نوموړي پارلمان ته په وینا کې وویل چې د ستر مشر د روغتیا په اړه پوښتنې کېږي او غوښتل یې غړي د هغه له روغتیا خبر کړي. د ایراني رسنیو په وینا، د خپل پلار علي خامنهیي له وژل کېدو وروسته د مجتبی خامنهیي د ستر مذهبي مشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته د هغه هېڅ ویډیويي یا غږیز ثبت خپور شوی نه دی. ایراني چارواکي دا وضعیت د امنیتي تدابیرو له امله بولي.
