سوات (وېب نیوز، ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶) په سوات او شاوخوا سیمو کې د زلزلې ټکانونه احساس شوي، چې له امله یې د خلکو ترمنځ وېره خپره شوې ده. د زلزلې د ثبت مرکز د معلوماتو له مخې، د زلزلې شدت د رېکټر په کچه ۴.۹ ثبت شوی او د ځمکې لاندې ژوروالی یې ۱۲۰ کیلومتره و. د زلزلې مرکز د هندوکش غرنیز لړۍ ښودل شوې ده. په ورکړل شویو معلوماتو کې تر اوسه د ځاني یا مالي زیانونو پخلی نه دی شوی.
