تازه خبرونه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶

د بادار او غلام نظریه ختمولو پرته هیواد نشي چلیدلی، محمود خان اڅکزی

کوټه (سید سردار محمد خوندئی)

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر، د تحریک تحفظ آئین پاکستان مشر او د اپوزیشن مشر محمود خان اڅکزي ویلي دي چې پاکستان د خپل تاریخ له تر ټولو بد بحران څخه تیریږي او له دې بحران څخه د وتلو یوازینۍ لار د اساسي قانون بالادستي، د پارلیمان واکمني او د بادار او غلام د نظریې خاتمه ده.

هغه دا خبرې د پښتونخوا سټوډنټس آرګنائزیشن له خوا جوړه شوې کانفرنس ته د خپلې صدارتي وینا پر مهال وکړې. کانفرنس ته د ګوند مرکزي سیکرټري چیف آف پښتون نواب محمد ایاز خان جوګیزی، عبدالرحیم زیارتوال، د پي ایس او مرکزي آرګنائزر سیف الله خان په ګډون د ګوند مرکزي او صوبايي مشرانو هم ویناوې وکړې.

محمود خان اڅکزي وویل چې پښتون قام د نړۍ په غوره خاوره میشت دی خو بیا هم د بېوزلۍ، بې روزګارۍ او ستونزو ښکار دی. هغه وویل چې هیوادونه په دې ډول نه چلیږي چې ولس په مشکلاتو کې وي او د هیواد اشرافیه په عیش او عشرت کې ژوند کوي.

هغه وویل، “موږ غواړو یو پیاوړی پاکستان ووینو او دا هغه وخت ممکنه ده کله چې د ټولو قومونو حقونه وپیژندل شي، په زور او جبر هیوادونه پرمختګ نه کوي.”

ځوانانو ته په وینا کې یې ټینګار وکړ چې د پښتونخوا سټوډنټس آرګنائزیشن ځوانانو مسوولیت دی چې زده کړو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د جنوبي پښتونخوا تعلیمي ادارې فعالولو کې په ایماندارۍ سره رول ولوبوي. داسې نه ده چې پاکستان موږ ته تعلیمي ادارې نه دي راکړي، غوره ادارې شته خو د هغوی فعالول زموږ د ټولو مسوولیت دی.

د عمران خان په اړه یې خبرې وکړې او ویې ویل چې پر هغه فشار اچول کیږي چې تړون وکړي نو په هماغه ورځ به آزاد شي، دا څنګه ممکنه ده؟ هغه وویل چې د رایو په غلا او د مینډیټ په چورولو سره جوړ شوی غیر قانوني حکومت په هیڅ صورت نه منو.

د کانفرنس په پای کې مشر محمود خان اڅکزي له نوي ټاکل شوي اجرایوي غړو څخه لوړه هم واخیسته.