اسلام آباد (ویب نیوز)د عرب اسرائيلي ګوند «جواینټ عرب لېسټ» مشر یوسف جبارین ویلي، عرب اسرائيليانو په دې هیله رایې ورکړې چې د ملي امنیت سخت دریځي وزیر اتمار بن ګویر له دندې لرې او د دوی ورځنی ژوند ښه شي. د هغه په وینا، عرب وګړي د جرمونو، تاوتریخوالي، د کورونو د نړولو، د سرچینو د کمښت او تبعیضي چلند له ستونزو سره مخ دي. نوموړي د مساوي تابعیت او حقونو په شرط له یهودي اپوزېسیون ګوندونو سره د حکومت جوړولو لپاره د همکارۍ چمتووالی ښودلی دی.
