تازه خبرونه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶

په هسپانیه کې د اورګاډو پېښه؛ د مړو شمېر ۶۸ ته ورسېد

اسلام آباد (ویب نیوز)د هسپانیې سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، د مادرید په جنوب کې د اوردا سیمې ته نږدې د دوو چټکو اورګاډو په ټکر کې د مړو شمېر ۶۸ ته لوړ شوی او ګڼ ټپیان لا هم په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي. د ترانسپورټ وزیر آسکر پوینته ویلي، د کمپیوټري سیستم له خرابۍ وروسته شپږ اورګاډي درول شوي وو، خو وروسته د بیا حرکت پرېکړه وشوه. د هغه په وینا، د کنټرول مرکز پرېکړو او د سرعت د محدودیت نشتوالي ښايي په پېښه کې رول لرلی وي.