اسلام آباد (ویب نیوز)د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي خبرداری ورکړی چې د فارس خلیج په سیمه کې د اسرائيلو هر ډول پوځي اقدام ښايي پر نړیوالو بازارونو ویجاړوونکي اغېزونه ولري. هغه ویلي، د ګازو تولیدوونکي او مصرفوونکي هېوادونه د دې احتمالي وضعیت په اړه اندېښمن دي. دا څرګندونې پر ایران د امریکا او اسرائيلو د احتمالي بریدونو په اړه د بحثونو پر مهال شوې دي.
