اسلام آباد (ویب نیوز)د اسرائيلو ولسمشر اسحاق هرتزوګ له سیاسي ګوندونو غوښتي چې د ائتلافي حکومت جوړولو لپاره په خلاص ذهن خبرې اترې وکړي او هېواد له نویو ټاکنو وژغوري. هغه ویلي، د رسمي پایلو تر اعلان وروسته به د ګوندونو له استازو سره مشورې وکړي او هغه مشر ته به د حکومت جوړولو بلنه ورکړي چې په پارلمان کې د اکثریت ترلاسه کولو غوره امکان ولري.
