تازه خبرونه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶

په اسرائيلي پارلمان کې څوکۍ څنګه وېشل کېږي؟

اسلام آباد (ویب نیوز)د اسرائيلو په پارلمان، کنیسټ، کې ۱۲۰ څوکۍ دي چې ګوندونو ته د ټول هېواد په کچه د ترلاسه شویو رایو د تناسب له مخې ورکول کېږي. رایه ورکوونکي د یوه ځانګړي نوماند پر ځای سیاسي ګوند ته رایه ورکوي او د ګوند د نوماندانو له نوملړ څخه د څوکیو له شمېر سره سم غړي پارلمان ته داخلېږي. د یوه ګوند لپاره یوازې اکثریت ترلاسه کول ستونزمن دي، ځکه نو په اسرائيلو کې عموماً ائتلافي حکومتونه جوړېږي.