اسلام آباد (ویب نیوز) د پارلماني چارو وفاقي وزیر ډاکټر طارق فضل چودري د ملي اسمبلۍ کې د پاکستان تحریک انصاف مشر ویپ ملک عامر ډوګر ته د ۳۰ کسیزې ټاکنیزو اصلاحاتو کمېټې کې د ګډون وړاندیز کړی دی. نوموړي په جیو نیوز کې د خبرو پر مهال وویل، په کمېټه کې به د ملي اسمبلۍ او سېنېټ غړي شامل وي او موخه یې د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه مشورې او د راتلونکو ټاکنو د لانجمن کېدو د مخنیوي لپاره د وړاندیزونو چمتو کول دي. عامر ډوګر وویل، هغه دا وړاندیز نه ردوي او ګوند به له مشورې وروسته پرېکړه وکړي. طارق فضل چودري د پي ټي آی پر مشرتابه او په خیبر پښتونخوا کې پر سیاسي وضعیت نیوکې وکړې، خو عامر ډوګر وویل چې د ګوند په غونډه کې پر اعلی وزیر سهیل اپرېدي د باور څرګندونه شوې ده. دواړو مشرانو د ترهګرۍ د له منځه وړلو پر اړتیا هم ټینګار وکړ.
