کوټه (وېب نيوز) د جمعیت علما اسلام د سریاب څانګې مشر مولانا عطاالله رحماني، عمومي سکرتر مفتي نیاز محمد او سرپرست اعلی مفتي ممتاز احمد عثماني ویلي، د اکتوبر پر ۳۱مه به په دارالقرآن محمدیه مدرسه کې د ختم نبوت غونډه ترسره شي. د جمعیت علما اسلام د کوټې د مشر شیخ الحدیث مولانا عبدالرحمن رفیق د وینا ترڅنګ به د قرآن کریم حافظانو ته پګړۍ هم ورپر سر شي. تنظیموونکو له علماوو، غړو او عامو خلکو غوښتي چې په پراخه کچه ګډون وکړي.
