تازه خبرونه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶

بوستان ته نږدې د ځمکې پر شخړه ډزې؛ درې کسان وژل شوي، څلور ټپیان دي

کوټه (وېب نيوز) د پښتونخوا د پشین ولسوالۍ بوستان سیمې ته نږدې د ځمکې پر پخوانۍ شخړه ډزې شوې چې له امله یې درې کسان وژل شوي او څلور نور سخت ټپیان دي. د وژل شویو کسانو نومونه نواز خان، محمد ایاز او اعجاز احمد ښودل شوي دي. ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي. د پېښې له رامنځته کېدو وروسته امنیتي ادارو سیمه کلابنده کړې او د تورنو کسانو د نیولو لپاره یې اقدامات پیل کړي دي.