دالبندین (وېب نيوز) د بلوچستان د مساحت له مخې تر ټولو لویه ولسوالۍ چاغي په دوو اداري برخو وېشل شوې او د لوېدیځ چاغي د جوړېدو رسمي اعلامیه خپره شوې ده. د راپور له مخې، د نوې اداري برخې جغرافیایي حدود، د تحصیلونو وېش او د اړوندو دفترونو د جوړېدو په اړه د نورو تفصیلي امرونو تمه کېږي.
