کوټه (وېب نيوز) د پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن د جنوبي پښتونخوا زون په غونډه کې نوې کابینه وټاکل شوه. د پایلو له مخې، مزمل شاه وطن یار د زون مشر، نواز خلپواک عمومي سکرتر، عظیم افغان د اطلاعاتو سکرتر، بشیر افغان د مالیاتو سکرتر، فضل اڅکزی د دفتر سکرتر، امین اڅکزی د اړیکو سکرتر او هارون موسیخېل د کلتور سکرتر وټاکل شول. محمود خان اڅکزي له نوې کابینې لوړه واخیسته. په غونډه کې د زدهکوونکو د حقونو پر ساتنه، سیاسي روزنه او په تعلیمي ادارو کې د مثبتو فعالیتونو پر پراختیا ټینګار وشو.
