اسلامآباد/کوټه کوټه (وېب نيوز) د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د سینې سرطان د پوهاوي د ورځې په پیغام کې ویلي، چې ښځو ته د ناروغۍ په اړه کره معلومات، پر وخت تشخیص او د معیاري درملنې اسانتیاوې برابرول ملي مسؤلیت دی. هغه ټینګار کړی، چې درملنې ته د ښځو لاسرسی باید د هغوی په مالي وسایلو یا د اوسېدو په سیمه پورې تړلی نه وي. بلاول بوټو زرداري له ښځو غوښتي، چې په بدن کې هر ډول غیرعادي بدلون له پامه ونه غورځوي او له باوري ډاکټر سره مشوره کې ځنډ ونه کړي. نوموړي له اړوندو ادارو هم غوښتنه کړې، چې روغتیايي اسانتیاوې او لارښوونې خلکو ته ورسېږي.
