راولپنډۍ: د آی ایس پي آر په وینا د خیبرپښتونخوا په دته خېل، سپن وام او بنو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره شوي چې پکې ۲۳ خوارج وژل شوي دي.په عملیاتو کې یو مطلوب کمانډر هم وژل شوی او درانه وسلې، بارودي مواد او چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي دي. پوځ وایي چې د ترهګرۍ پر ضد عملیات به تر بشپړې ختمېدو دوام ولري.
