تازه خبرونه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶

هیله لرو د اسرائيل نوې حکومت به د سولې خبرې پیل کړي: محمود عباس

کوټه (وېب نيوز) د فلسطین ولسمشر محمود عباس هیله څرګنده کړې، چې په اسرائيل کې د نوې حکومت له جوړېدو وروسته به د سولې خبرې بیا پیل شي. نوموړي د قبرس له ولسمشر نیکوس کریستوډولیدس سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې فلسطین له کلونو راهیسې له اسرائيلو سره د سولې لپاره هڅې کوي، څو دواړه لوري په امنیت، ثبات او سوله کې ژوند وکړای شي.