تازه خبرونه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶

جنوبي کوریا د هرمز تنګي ته د جنګي ځواکونو د لېږلو مخالفه ده

کوټه (وېب نيوز) د جنوبي کوریا د ملي امنیت سلاکار وي سونګ لاک ویلي، چې هېواد یې د هرمز په تنګي کې د سمندري حضور لپاره بېلابېل انتخابونه څېړي، خو د جنګي ځواکونو د لېږلو موضوع په پام کې نه لري. نوموړي ویلي، چې په دې اړه له امریکا سره خبرې روانې دي. د جنوبي کوریا ولسمشر لي جې میونګ هم تر دې مخکې د جنګي ځواکونو د لېږلو مخالفت څرګند کړی و.