کوټه (وېب نیوز)د عوامي نیشنل ګوند مشرانو د صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې او ادعا یې کړې چې نوموړی په جوړې شوې قضیه کې بندي ساتل شوی دی. د ګوند د مشر جمال الدین رشتیا په وینا، د سیاسي ګوندونو، وکیلانو او سوداګرو استازو په ګډون به د نومبر پر شپږمه د ټولو ګوندونو کنفرانس جوړ شي. ګوند ویلي چې خپله سولهییزه او قانوني مبارزه به روانه ساتي.
